Header Ads

جانانه پۀ لېمو کښې مينه ستا مې ګرځوله


جانانه پۀ لېمو کښې مينه ستا مې ګرځوله

دَ ژوند دَ احساساتو کربلا مې ګرځوله



بس دغه مې کولے شو بس دا مې احتجاج ؤ
ژړل مې او نقشه دَ پښتونخوا مې ګرځوله



دا وخت څۀ داسې بوج ؤ چې بې وخته ئې بابا کړم
زلمے وومه يارانو خو امسا مې ګرځوله



پۀ دې دَ خلقو بدې شوم پۀ دې دَ خلقو خوښ وم
سپوږمۍ مې وه پۀ لاسو کښې رڼا مې ګرځوله



دَ ژوند پۀ مېخانه کښې لکه جام ومه يارانو
بې وسه وم بې زوره وم ګناه مې ګرځوله



بايد دغه پوښتنه خو يو ځل چې له ما وشي
دُنيا کښې ګرځېدمه کۀ دُنيا مې ګرځوله



دانشه چې زلمے شومه رباب مې لاس کښې واخست

دانش چې کوچنے ومه مونيا مې ګرځوله



Define love by thinking of what it means to you. ... The dictionary defines love in several ways in which we use the word. For example, love is: A strong positive emotion of; affection or pleasure; e.g, "His joy for her affection for him" Any object of warm affection or devotion or liking: "The theater was her first love".


کوئی تبصرے نہیں