داسې مې شعر داسې ټپه کښې تصوير
داسې مې شعر داسې ټپه کښې تصوير
لکه چې وي پۀ آئينه کښې تصوير
طالبه ستا پۀ سپاره کښې تصوير
زما دَ خيال پۀ بُت خانه کښې تصوير
ځان راته داسې ستا پۀ زړۀ کښې
ښکاري
لکه چې ښکاري پۀ کعبه کښې تصوير
پس دَ سُبحانَکَ مې هېڅ ونۀ وېل
راته راياد شو پۀ سجده کښې تصوير
دانشه ما به تصوير کړے وې خو
ساه رانه غواړي بيا پۀ شپه کښې تصوير
Post a Comment