Bakht zada danish Interview
لکه دَ نمر لکه سپوږمۍ لکه دَ ګُل ښکلے ئې
تۀ پېښور تۀ قندهار تۀ مې کابل ښکلے ئې
مونږ لېوني نۀ وو چې ځان مو پۀ لمبو سوزَؤ
مونږ لېوني نۀ وو چې اور ته مو دانګل ، ښکلے ئې
هغه دَ بر کلي پۀ دنګ چينار چې ستا نامه وه
پرون هغې پسې چا شاته دا ليکل ، ښکلے ئې
ما ورته وې زما دَ پاره خو يو څۀ ووايه
وئېل ئې ځار دې شم او پټ پټ ئې خاندل ښکلے ئې
پۀ تا چې کومه تبصره نو دانشه دا
وه
چا وې چې ټيک مې دَ اوربل ئې تۀ چارګُل ښکلے ئې
Post a Comment