دا لور دې سکول ته بوځه ښه
ددا ښکلے چې محفل کښې دومره غلے
پاتې شوے
کاروان دَ محبت ترينه جوړ تلے پاتې شوے
دا اوس چې پۀ سرو جامو کښې ګرځي او خېر غواړي
دا يو ملنګ دَ دې کلي ښاغلے پاتې شوے
دَ ژوند دَ سختو ځار شمه رشتې ئې راته وښوې
تل ما سره دَ ورور پۀ نوم ملګرے پاتې شوے
بلها وو خو جانانه تا چې ويستے ؤ خبر ئې
هم هاغه يو تصوير زما سپېځلے پاتې شوے
دانش خو خبر لوست دے بس خبرې کړي لګيا وي
حېران يمه چې تاته څنګه غلے پاتې شوے
Post a Comment