Bakht zada danish Poetry
bakht zada danish New poetry
له مودو نه په غذاب يم تۀ وائې واه واه
زه وايم غرق يمۀ خراب يم ته وائې واه واه
زه وایم کور د پښتون لړنګ شو ته وائې ډير ښه
زه وايم سوې يم کباب يم ته وائې واه واه
زه وايم ورک شومه ورکيږم ته وائې حد دے
زه وايم وتې د نصاب يم ته وائې واه واه
زه وايم زه يونې کيږم ته خوشحال شې
زه وایم رِيژمه ګلاب يم ته وائې واه واه
Post a Comment