Bakht Zada Danish
Bakht zada danish
پشتو کے مشہور نظم گوہ شاعر جناب بخت ذادہ دانش کے کچھ اشعار
ژوند له د رنګونو د امکان خبره ونه شوه
ونه شوه، زمونږ سره د خان خبره ونه شوه
ټولې زړې نښې یې واپس کړې دا یې وویل
مه راوړه د ښاره اوس پېزوان، خبره ونه شوه
دا ځلې، دې ځان د انتظار لمبو ته نه سپارم
دا ځل مې د ځان سره، د ځان خبره ونه شوه
شل لکهه یې واخیستې، د ورونو کار یې وشو خو
کونډه وه، د کونډې د تاوان خبره ونه شوه
نن مې ورته بیا دانشـــه ونه وېل چپ پاتې شوم
یره وه د اوښـــکو، د باران خبره ونه شوه
ALLAH MO JAWNDE LARA
جواب دیںحذف کریں